په افغانستان کې د زړه د سوري په ناورغۍ د اخته کسانو شمېر زیات دی او د دې ناروغۍ درملنه زیات لګښت لري.
د سرې میاشتې ویاند میرام صداقت سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې سره میاشت په هر میاشت کې له ۲۵ تر ۳۰ تنو ماشومان د دغې ناروغۍ د درملنې له پاره بهرنیو هېوادونو ته لېږي.
ده وویل، چې هندوستان د زړه سوري نارغیو د اخته کسانو په درملنه کې د افغانستان سره تر نورو هېوادونو زیاته مرسته کړې ده.
د زړه سوري ناروغي یو ارثي هغه ده، چې ناروغ کس له ماشومتوبه پرې اخته وي.
په کوچنیانیو کې د دې ناروغۍ نښې د شونډو شینوالی، سینه بغل او کله کله ناببره ضعف کېدل دي.
په نویو پیداشویو ماشومانو کې د دې ناروغۍ نښې د مور شیدو بیرته راګرځول، پرلپسې ژړا، د وزن کموالی او زړه ټکان زیاتوال دی، خو په دې ناروغۍ ځېنې اخته کسانو کې تر ۲۰ کالونو پورې د ناروغۍ نښې نښانې نه لیدل کېږي.
صداقت وايي، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او له ۱۳۸۷ راهیسې ۹ زره ۴۵۷ ماشومان ثبت کړي، چې له دې ډلې یې د ۴ زره ۲۳۰ تنو درملنه شوې ده.
د سرې میاشتې ویاند وویل، چې دغه اداره د کال۱۰۰۰ تنه ماشومان د درملنې له پاره په لیست کې شاملوي.
د زړه سوري په ناروغۍ اخته کسانو د درملنې لګښت د سرې میاشتې او هغو هېوادونو له خوا ورکول کېږي، چې د درملنې له پاره یې هوکړه لاسلیک کړی دی.
له بل لوري د ۱۳۱۳ یا ایثار خپرونې له لارې خلک مرسته کوي او له دې لارې له اړو سره مرسته کېږي.
د زړه سوري ناروغۍ مسووله ډاکټره فاطمه نصیر وايي، چې تر اوسه پورې د دې ناروغۍ علت معلوم شوی نه دی.
ډاکټر فاطمه نصیر وايي، چې په ټوله کې د مور د وینې کموالی، سویه تغذيي، روغتیايي مرکزو ته نه لاس رسی، د حامله توب په دوران کې د مور له روغتیايي حالت نه خبرتیا، د حاملګۍ په لومړیو اونیو کې د ځېنو درملو کارول د دې ناروغۍ لاملونه دي.
مېرمن نصیر وايي، چې له ۲۰۱۵ کال څخه د زړه سوري ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
نوموړې وویل، دا په دې معنا نه دی، چې له دې مخکې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کم، بلکې د پوهاوې کچې لوړوالی، د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې بدلون د دې لامل شوي دي، چې مراجعه کوونکو شمېر زیات شی.
دې زیات کړه، چې په ولایتونو کې د اکوکاردیوګرافي طبي سامان الات د دې لامل شوي دي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان تشخیص کړي او د درمنلې له پاره یې مرکز ته راولېږي.
ټاکل شوې ده، چې د زړه سوري ناروغانو په برخه کې د عامه پوهاوي له پاره ولایتونو ته خپل کاري ټیم ولیږي او همدا ډول د دغو ماشومانو د درملنې له پاره دوه روغتونونه به جوړي، چې په دې سره د درملنې بهیر ګړندی شي.