له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د تلونکیو زده کوونکیو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دوی د وروستيو هڅو په پایله کې له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د تلونکیو زده کوونکیو شمېر شاوخوا ۸۰ سلنه راکم شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې دوی په تېرو دوو کلونو کې هڅه کړې، هغو زده کوونکیو ته، چې پخوا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته تلل، په ننګرهار ولایت کې ورته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د ننګرهار ولایت د مومندرې، لالپورې، دوربابا او تورخم ته د نږدې ځېنو سیمو سلګونو زده کوونکيو په خپلو سیمو کې د ښوونځيو د نشتوالي او په ښوونځیو کې د زده کړې د ناسم بهیر له امله له ډیورنډ کرښې هغې غاړې پاکستاني ښوونځیو ته ځي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري سلام وطندار ته وویل، چې تورخم او هلته نږدې ولسوالیو کې د ښوونځيو له جوړېدلو وروسته، د تلونکیو زده کوونکیو شمېر کم شوی. دی وايي: "دغلته موږ د تورخم په شمشاد کې یو ښوونځی جوړ کړ، د دوربابا اړوند یوه لېسه جوړه شوه، همدارنګه د مومندرې د سوداګرۍ لېسه کې ډېر شاګردان جذب شول، اوس دا شمېر بیخي کم شوی دی."

د ننګرهار د پوهنې له ریاست څخه لاسته راغلې شمېرې ښيي، چې پخوا د ډيورند کرښې هغې غاړې ته ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې زده کوونکي د زده کړې له پاره پورې غاړه تلل، خو اوس دا شمېر ۱۵۰ څخه تر ۱۲۰ پورې را ټيټ شوی دی.

شینواری وایي، چې په ځېنو نا امنه سیمو کې د مسلکي ښوونکیو نشتوالي سره مخ دي، خو زیاتوي، هڅه کوي چې دا ستونزه هم هواره کړي.

په ورته وخت کې د یادو سیمو ځايي زده کونکي وايي، د خپلو سیمو په ښوونځيو کې د لوست نیمګړي بهیر له امله هلته ځي.

د دوی پر وینا، اوس هم له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ زده کوونکيو پورې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د زده کړو له پاره ځي.

د عصمت الله په نوم یو تن زده کوونکی، چې له تورخمه هاخوا د باچا مېنې ښوونځي ته ځي، وايي، په سیمه کې یې ښوونځي نه شته، که په سیمه کې یې ښوونځي جوړ شي؛ نه غواړي، چې په پردیو ژبو زده کړې وکړي.

په پاکستان کې ډېرې زده کړې په انګلیسي او اردو ژبې دي، چې د هغه هېواد د ښوونیز بهیر منل شوې ژبې ګڼل کېږي.

د دې زده کوونکیو کورنۍ وايي، خپل اولادونه له ښې ورځې هغې غاړې ته نه لېږي، بلکې مجبور دي، چې زده کړې وکړي او د زده کړو له پاره ورته هغې خوا ته ښه زمینه برابره ده.

د شینوارو لويې ولسوالۍ یو اوسېدونکی جاوید شینا وايي، چېرې دلته د ښو زده کړو زمینه برابره وی؛ کېدی شي، هغوی دلته درس ویلي وی.

د هغه په خبره، دلته مکتبونه په ټیټه ګچه ښوونیز بهیر لري او د زده کړې ټول امکانات نه شي برابرولی.

شینا وايي، کوم زده کوونکي چې له ډیورنډ کرښې د هغې غاړې ښوونځيو ته ځي؛ د خپل هېواد له تاریخ او فرهنګ نه ناخبره پاتې کېږي.

ګل احمد اتمانزی، چې د مومندرې ولسوالۍ د ډکې سیمې د خاورۍ کلي اوسېدونکی دی، دوه زامن لري، چې دواړه یې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د (پاک انټرنېشنل پبلک سکول) په نامه ښوونځي کې زده کړې کوي.

اتمانزی وایي، چې په تورخم دروازه کې له شته ستونزو سره ـ سره بیا هم خپل زامن د ښو زده کړو له پاره د هغې غاړې ښوونځيو ته لېږي.

ځایي خلک له حکومته غواړي، چې د پوهنې په سیستم کې دې اوسنۍ ستونزې هوارې او په  لرې پرتو سیمو کې دې د ښو او معیاري زده کړو زمینه برابره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام