له پاکستانه ډالۍ راوړونکې موټر کې چاودېدونکي توکي نیول شوي

د پکتيا ځايي چارواکي وايي، چې په پټان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له لوري په يو موټر کې بار۷ زره  ۶۶۲ کيلو ګرامه امونيم نايترېت نيولي دي.

د سويل ختيځ زون ۴۰۲ نمبر سرحدي لوا مسوولين وايي، دغه موټر د دې ولايت په پټان ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو له لوري هغه مهال ونيول شو، چې د ډيورنډ له کرښې دې خوا را اوښتی و.

د ۴۰۲ نمبر سرحدي لوا قومندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک سلام وطندا ته وويل، چې د امونيم ناېترېت په تور يې د يو پاکستاني په ګډون درې کسان نيولي دي.

خپلواک وايي، نيول شوي امونيم ناېترېت، چې په پاکستانۍ لارۍ کې ځای پر ځای شوي و او په لس کيلو ګرامه سپينو بوجيو ليکل شوي، چې )د پنجاب حکومت له لوري افغانانو ته د روزۍ ځانګړې تحفه(.

 په پټان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د کنډک قومندان سمونوال سيف الله سرحدي وايي، امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.

" موږ دې ته نه ګورو، چې کوم يو د مخالفينو او ورانکارو مخه ونيسو" بلکې دده په وينا هر يو هڅه کوي، چې له خپلې خاورې د سر په قيمت دفاع وکړي.

د امونيم نايتريت سرې څخه د بمونو په جوړولو کې کار اخيستل کيږي، چې څلور ورځې وړاندې هم دې ورته په امونيم نايتريت بار موټر د ملي پوليسو له لوري په پټان  ولسوالۍ کې نيول شوی و.

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست په ۱۳۸۹ م لمريز کال د چنګاښ په درېيمه اعلام وکړ، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ له دې وروسته په هېواد کې د امونيم ناېترېت په تولید، خرڅ او استعمال بنديز ولګېد.

هغه مهال د ملي امنيت ریاست راپور خپور کړی و، چې د دولت مخالف وسله وال په خپلو ځانمرګو بريدونو او نورو انفجاري عملياتو کې له ۸۰ سلنو ډېر د امونيم ناېترېت موادو څخه کار اخلي او دغه مواد د افغانستان دننه او بهر کې په ډېرې اسانۍ سره پېدا کيږي.

پخوا افغان بزګرانو په زراعتي چارو کې د ښه حاصلاتو لاسته راوړلو په موخه له امونيم نايتريت سرو څخه کار اخیسته، چې بیا د زراعتي کارپوهانو له لوري هم له دې امله د امونيم نایتریت موادو استعمال بند شو، چې ځمکې يې هم ډنګرولې او کال په کال يې حاصلات خرابول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام