د افغانستان سرحدي کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اوسيدونکو سلاموطندار ته ویلي، چې د نن (یکشنبې جون ۲مې) سهار راهیسې یو وار بیا پر یادې ولسوالۍ د پاکستان له خاورې توغندیز بریدونه پېل شوي دي.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکیو جمعه خان او بختیار د ټېلفون پر لیکه سلاموطندار ته وویل، دغه توغندیز بریدونه نن سهار پیل شوي او په وقفهیي ډول ترسره کېږي.
جمعه خان زیاتوي، چې په دونهي، نولۍ، دوسرکه او د ناوې په بابړه سیمو باندې سختې مرمۍ لګيږي.
بختیار هم وايي، چې توغندي پرې وريږي او دوی له ویرې په کورونو کې پټ دي.
د هغه پر خبره تر اوسه د سرکاڼو پر بېلابېلو سیمو تر ۲۰ زیاتې مرمۍ لګېدلې دي.
دوی وايي، تر اوسه لسګونه مرمۍ د سرکاڼو په دونهي، نولۍ او شاوخوا سیمو لګېدلي، چې د مرګ، ژوبلې په اړه یې مالومات نه لري.
بل پلو د کونړ د ولایتي ادارې ویاند غني مصمم سلاموطندار سره اړیکه کې وویل، تېره ورځ ناوخته د سرکاڼو په نولۍ او یو شمېر نورو سیمو شپږ مرمۍ او دغه راز نن سهار هم پر نولۍ، دونهي او شاوخوا سیمو یو شمېر مرمۍ لګېدلي، چې کره شمېره یې نه ده مالومه.
غني مصمم وايي، له تېرې ورځې راهیسې پر سرکاڼو ولسوالۍ د راویشتونکو توغندیو له امله چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
بل پلو د کونړ د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش سلاموطندار ته وویل، وړمه ورځ پر دانګام ولسوالۍ د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې شاوخوا دېرش توپونه وار شوي، چې چاته یې د سر زیان نه دی اړولی.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره توغندیز بریدونه بند شوي و، خو اوس له یو څه ځنډ وروسته په داسې حال کې پېليږي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدا اوازې هم ګډې شوې دي.
پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د دوی د امنیت شورا لهخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدو په موخه هڅې بیا پېلېدونکې دي.
چین دا ځل غواړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړي.