دغه قومي او مذهبي لږکي چې د غزني په ښار او ولسوالیو کې اوسېدول، ډېری یې پر دوکاندارۍ او سنتي طب بوخت وو.
هندوان او سیکان په غزني کې پنځه عبادتځایونه او کرنیزې ځمکې او کورونه لري چې ځینې یې پلورلې دي.
د غزني د سیکانو په یوه عبادتځای کې چې پخوا به سلګونو سیکانو پهکې خپل مذهبي مراسم جوړول، اوس یې ډېر کم شمېر هلته ورځي. له هغه وروسته چې په هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې او په ۱۳۹۷ کال کې د غزني ښار ځینې برخې سقوط شوې، دغو مذهبي لږکیو غزنی پرېښود.
سوربي سینګ چې له کلونو راهیسې په غزني ښار کې اوسېږي، له خپلو مسلمانو هېوادوالو نه خوږې او ترخې خاطرې لري. هغه وايي، تر وروستیو څو کلونو پورې په دغه ولایت کې ۵۰۰ سیکان اوسېدل، خو اوس یې یوازې ۱۰۰ هغه پاتې دي.
هغه له غزني نه د سیکانو او هندوانو د کډه کېدو لامل ناامني او د هغوی اقتصادي ستونزې یادوي.
سوربي سینګ وايي، په کابل او جلالاباد کې پر سیکانو برید یې ملا ور ماته کړه. هغه له حکومته غواړي چې د دوی د ځان، مال او عبادتځایونو ساتنه وکړي.
د سیکانو تنکي ځوانان چې هېڅکله د غزني ښار په مېلهځایونو کې نه دي لیدل شوي، د دغه زاړه عبادتځای په یوه کونج کې خواړه پخوي. یو له بل سره په مینه کیسې کوي او خاندي، خو په زړه کې سخت درد لري.
د دغو ځوانانو له ډلې رجید سینګ وايي، په افغانستان کې یې زدهکړې، کار او ارامه ژوند لرل یې یوه هیله ده، خو تر اوسه نه ده پوره شوې.
هغه وايي، د ناامنیو دوام یې اړ باسي چې په ډکو سترګو او خوړین زړه په افغانستان کې څور زرهکلن ژوند پای ته ورسوي.
سیک او هندو ماشومانو هم د توپیري چلن تریخوالی څکلی. په کوڅه او ښوونځي کې ځورول کېږي او ځینې وخت ورته ان د کنځلو ترڅنګ وهل ډبول هم ورکول کېږي.
د یادونې ده چې د هېواد سیکانو او هندوانو د کابل په شوربازار سیمه کې د دوی پر عبادتځای د وسلهوالو له برید وروسته په یوه لیک کې د هند له سفارت نه وغوښتل چې افغانستان پرېږدي. دا برید د سږ کال په وري میاشت کې د سیکانو پر عبادتځای وشو چې په ښکاره یې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.
شاوخوا ۷۰۰ سیکانو په یاد لیک کې لیکلي و چې نور نه غواړي په افغانستان کې واوسېږي.





