له نظامي سلاکارانو د ټرمپ غوښتنه؛ امریکايي ځواکونه له افغانستانه را وباسئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو نظامي سلاکارانو غوښتي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله له یاد هېواد نه ټول امریکايي ځواکونه راوباسئ.

ان‌بي‌سي نیوز د درېوو لوړپوړیو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې ټرمپ هره ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له موجودیت نه شکایت کوي.

د دغه راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه د کورونا ویروس له ګواښ سره مخ دي.

دغو امریکايي چارواکو ان‌بي‌سي نیوز ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو لپاره د ټرمپ هڅه په یاد هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل او له طالبانو سره د سولې په پروسه کې نه پرمختګ بللی دی.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې د ټرمپ سلاکارانو نوموړي ته ویلي، که د کورونا خپرېدو له کبله له افغانستانه امریکايي ځواکونه را وباسي؛ نو په‌کار ده چې له ځینو نورو هېوادونو، لکه اېټالیا نه چې هلته هم کورونا ویروس ډېر خپور شوی، خپل ځواکونه را واېستل شي.

اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۳ ته رسېدلی دی. دغه راز د ناټو ځواکونو څلور غړي هم په افغانستان کې پر کورونا اخته شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام