نوید هغه مستعارنومی کندوزی ځوان دی چې تېرکال د خپل کاکا په خوښه ايران ته روان شو. نوید ۲۵ کلن دی او ښوونځی یې نهدی ویلی. هغه څلور کاله مخکې د کندوز ـ بغلان په لویې لارې خپل پلار په یوې ترافیکې پېښې کې له لاسه ورکړ او له هغه وروسته د څلور کسیزې کورنۍ د نفقې تامین د ده په غاړه شو.
نوید د دستفروشۍ دندې له ټاکلو سره قانع او هوسا ژوند لرلو. د نوید کاکا ـ چې په ایران کې اوسېد ـ تل دوی ته پيسې رالېږلې چې د کور کرایه ورباندې پرې کړي. له څوو کلونو وروسته د نوید کاکا هغه مجبوروي چې ایران ته ورشي او هلته ځانته ژوند جوړ کړي. نوید د کور وسایل لیلامي کې وپلورل او د خپلې مور او دوو خویندو سره یوځای د ایران په بېبرخلیکه سفر روان شو.
دوی لومړی کابل ته راغلل. په پلازمېنې کې یې له یو قاچاقي سره ـ چې له مخکې ورسره د نوید کاکا خبرې کړېوې ـ لیده ـ کاتل وشول. قاچاقي ژمنه ورکړه چې دوی به د ایران مشهد ښار ته رسوي. خو همدا چې د ایران پولې ته ورسېدل؛ دوی یې بل قاچاقي ته وسپارل. قاچیانو د لارې په اوږدو کې له مسافرانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کولو او ښځې له نرانو بېلولې چې مسافرانو هم له وېرې څه نهشوای ویلی.
نوید په ایران کې له دوو میاشتو تېرولو وروسته د کاکا په سپارښتنه په یو باغ کې په کار بوختېږي او مور یې د یو ګاونډي په کور کې مزدوري پیلوي. خو ټوله ورځمزدوري یې کاکا خپل جېب ته اچوي او نوید دوی ته څه نهورکوي.
په کاري چاپېریال کې هم دی او هم نور په کار بوخت افغان ماشومان خوندي نه وي او په یو ډول نه یو ډول د ایرانیانو له لوري ځورل کېږي چې په کور کې له کیسې کولو وروسته د کاکا له لوري رټل کېږي. د نوید په خبره، د باغ خاوند ډېر تنکي ځوانان له ځان سره په نشهشيي توکیو رودږدي کړيوو.
یو کال وروسته نوید او د هغه دوې خویندې ایراني پولیس نیسي. هغه وایي، پولیسو په زندان کې د وهلو ترڅنګ مجبور کړ چې د زندان تشنابونه پاک کړي.
له یوې میاشتې وروسته له خپلې کورنۍ نه ناخبره له زندانه خوشې کېږي او د ایران له پولي نیمرزو ته اړول کېږي.
نوید دا مهال له خپلې کورنۍ نه لېرې ژوند کوي، هره ورځ هر ډول کار پسې منډې وهي چې پیسې پيدا او خپله کورنۍ د کاکا له ظلم راخلاصه کړي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شویدی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې لهمخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصبوې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دندو په تړاو، د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) د ۸مې مادې په ۵ بند کې راغلي:
۱. [د اطلاعاتو او کلتور وزارت موظف دی، چې] د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق لامل، عواملو او اثراتو خپرولو په موخه د راډیويي او ټلوېزیوني پروګرامونو تنظیم لهپاره د خصوصي رسنیو د همکارۍ جلبولو او اړوندو بنسټونو ته د فرمان او سپارښتنو صادرولو په برخه کې مرسته وکړي.
۲. د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق عواملو او پایلو په تړاو [لهدې ښکارندې سره مبارزه کې] د ټلوېزیوني، راډیويي، اخبار، جریدو او ورځپاڼو ثبت، خپرولو په موخه اړین تدابیر ونیسي.
کهچېرې د نوید په څېر ځوانان او تنکي ځوانان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خصوصي او دولتي رسنیو د زدهکړهییزو پروګرامونو له لارې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق پایلو په اړه خبر شي، د انساني قاچاقیانو لومه کې به ونه لوېږي او ورڅخه به ناوړه ګټه وانهخېستل شي.
کندوز کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حقوقو ملاتړ برخې مسوول بسمالله وزیري وايي، هغه څه چې پر نوید احمد تېر شوي د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق شمېرل کېږي.
د ښاغلي وزیري په وینا، کله چې یو څوک ایران ته لاړ شي او له هغه هلته د ځان په ګټو استفاده وشي؛ د کورنیو او نړۍوالو قوانینو لهمخې، یو کسه بهرهکشۍ د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق جرم شمېرل کېږي.
د کندوز د کډوالو او بیرته راستنېدونکیو چارو ریاست د احصاییې مدیر محمدعیسی ساحل وايي، دغه بنسټ د هغو ځوانانو کره شمېر ـ چې په غیرمنظم ډول افغانستان څخه ګډوال کېږي ـ نهلري.
د هغه په وینا، ۲۰۱۸ کال کې ایرانه ۹۵۲ کورنۍ کندوز ته ستنې شوي او دغه ریاست کې ثبت او راجستر شوېدي.
پهدې راپور کې مو د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د برخې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت نه پهدې ولایت کې انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق پېښو ته د شوي لاسرسي په اړه د پوښتلو هڅه وکړه؛ خو د کورنیو چارو وزارت فرمان پر اساس، د دغه مدیریت مسوولان ځواب ویلو ته حاضر نهشول.