بلخ کې پر کورونا ۲ اخته کسان مړه شوي

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، په دې ولایت کې پر کورونا ویروس دوه اخته کسان مړه شوي دي.

یاد ریاست کې د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول فهیم شرفیار وايي، تېره شپه د مزار شریف ښار اوسېدونکی یو ۷۰ کلن او یو د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی  ۸۶ کلن سړی چې پر کورونا ویروس اخته شوي وو، مړه شول.

د نوموړي په وینا یادو کسانو ایران ته د تګ او راتګ مخینه هم نه لرله.

له دې سره په هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر ۹ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې له دې ناروغۍ ۱۵ کسان روغ شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام