ډنمارک نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان سره د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
دغه مالي مرسته به په ناامنه سیمو کې ۱۲۹ زره زیانمن شوي کروندګر د کرلو لپاره اصلاح شوي تخمونه ترلاسه او د کروندې مناسبو کړنلارو په اړه به دغو کروندګرو ته د پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري وايي، د خوړو نه خوندیتوب او وچکالي د ګڼ شمېر کورنیو ژوند ګواښي.
د هغه په وینا، د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د طبعیي افتونو پر وړاندې د زیان لیدونکیو کورنیو وړتیاوې زیاتې شي.
په افغانستان کې د ډنمارک سفیر مایکل لاندیپسن وايي، د خوړو نه خوندیتوب میلیونونه افغانانو ته زیان رسولی چې نړیواله ټولنه او افغان دولت باید د خوړو په برخه کې دغه ستونزې مدیریت کړي.
د نوموړي په وینا، افغان دولت او نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د دغو ستونزو د کابو کولو لپاره لاس په کار او په ګډه ورته حللارې ولټوي.
ټاکل شوې په بدخشان، غور، هرات، روزګان او دایکندي ولایتونو کې به کروندګر او زیانمنې کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شي.