د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د برښنا او انرژي د سکټور په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه بنسټ په راپور کې لیکل شوي چې د ملي یووالي حکومت په برښنا سکټور کې هېڅ راز اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.
پر روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي په پالیسیو او مسوولیتونو کې مداخله، د وزارتونو او پراختیايي شریکانو په رول کې ګونګتیا، د پروژو نامطابقت او نه پلي کېدل په برښنا سکټور کې تر ټولو سترې نیمګړتیاوې په ګوته کړې.
نوموړي دغه راز وویل چې نړیوالې ټولنې له ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۴ میلیارډه ډالر د برښنا په برخه کې لګولي، خو د دغه سکټور وده د تمې خلاف خورا ټیټه ده.
خو د برښنا شرکت مالي رییس الیاس صمدي سلاموطندار ته ویلي چې یوازې ۱.۵ میلیارډه ډالر د نړیوالې ټولنې لهخوا د افغانستان برښنا شرکت کې لګول شوي او د دغو پيسو سندونه له افغان حکومت او برښنا شرکت سره موجود دي.
صمدي وویل چې د پاتې ۳ میلیارډه ډالرو د لګښتونو سند له افغانستان برښنا شرکت سره نشته. د هغه په وینا، یادې پیسې ښايي د دوی له لوري خپلو سرتېرو ته د معاشونو په ورکولو او نورو برخو کې لګول شوې وي.
پر روڼتیا د څار بنسټ تازه موندنې همداراز ښيي چې د حکومتولۍ د ناسم جوړښت له کبله د هېواد ۶۵ سلنه وګړي برښنا ته له لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې ژمنه کړې وه چې تر ۵۶ سلنه هېوادوالو ته به د دولتي برښنا شبکه وتړل شي، خو اوس د پنځو کلونو په تېرېدو یوازې ۳۵ سلنه خلک د دولتي برښنا له شبکې سره تړل شوي دي.
اړوند مطالب:
«سړک او برښنا غواړو»؛ غوريانو په کابل کې هم لاريون وکړ
برښنا: امریکا د قرارداد نه موجودیت له کبله ۱۰۰ میلیونه ډالر ګرځولي