د سیاسي چارو شنونکي وايي، له فساد سره مبارزه، روڼتیا رامنځته کول او د ولسي حکومت په رامنځته کولو کې د ملي یووالي او پخواني حکومت ناتواني؛ له افغان حکومت سره د نړيوالې ټولنې د نه لېوالتیا لامل بولي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې، چې نېکولای هېسم د افغانستان "مبهم" راتلونکي په اړه اندېښنه و ښوده.
هېسم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د راپور ورکولو په ترڅ کې وویل، افغانستان د نړيوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی فاروق بشر سلام وطندار ته وویل، چې په حکومت کې د زورواکو له خوا د نړيوالې ټولنې د مرستو حیف او میل کېدل، د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاته کړې دي.
د بشر پر خبره په اوسني حالت کې د نړيوالې ټولنې د مرستو پرې کېدل به نظام له سختو ستونزو سره مخ کړي.
له بل لوري د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکي نصرالله ستانکزی وايي، چې د نړیوالې ټولنې مرستو دوام، د حالت ښه کېدل د ملي یووالي حکومت مشرانو په ژمنتیاو او لاس ته راوړنو پورې اړه لري.
د ستانکزي پر خبره، د تېرو ۱۴ کلونو لاس ته راوړنې د نړیوالې ټولنې او ملي یو والي حکوت مشرانو په تدبير پورې اړه لري.
د شنونکو پر وینا، د ناامنیو زیاتېدل، اقتصادي رکود، د ملي یووالي حکومت مشرانو سیاسي ناکامي، پر اوسنیو حالاتو د افغانانو بې باوري او د ګاوڼدیو هېوادونو نه ملاتړ؛ له هغو لاملونو څخه دي، چې د افغانستان راتلونکي په اړه یې افغانان او نړیواله ټولنه بې باوره کړې دي