د پکتيا ناامني؛ د نوم‌ليکنې ۱۹ مرکزونه تړلي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، د نوم‌ليکنې په دويم پړاو کې د نوم‌ليکنې ډېری مرکزونه په زرمت ولسوالۍ کې تړل شوي‌دي.

دوی وايي، د زرمت د شپږو مرکزونو په ګډون په ټول ولايت کې د نوم‌ليکنې ۱۹ مرکزونو کې څوک نوم‌ليکنه نه‌شي کولی.

پکتيا کې د ټاکنو د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له ناامنيو سره ـ سره په ټول ولايت کې ۱۲۰ زرو کسانو نوم‌ليکنې کړې‌ده.

ښاغلی فيضي وايي، هڅه کوي چې پاتې بند مرکزونه هم د امنيتي ځواکونو په مرسته فعال کړي.

د پکتيا اوسېدونکي هم د ناامنيو څخه شکايت کوي او وايي، په رڼا ورځ په مرکز ګردېز کې د ناامنيو خبرونه ګوري؛ خو اړوندې ادارې یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي.

د ولايتي شورا پخواني وکيل ګلزار ځاځي سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، د امنيتي ځواکونو بې‌تفاوتې همداسې روانه وي؛ د نوم‌ليکنې په درېيم پړاو کې به د نوم‌ليکنې ډېر مرکزونه وتړل شي.

د پکتيا امنيتي مسوولان د نورو ولايتونو په پرتله د دې ولايت امنيت ډامن بولي او وايي، هڅه کوي چې خلکو ته په ډاډمنه فضا کې د ټاکنو د نوم‌ليکنې پروسه برابره کړي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمنوال نثاراحمد عبدالرحيمزی وايي، د امنيت د خونديتوب له‌پاره په هره برخه کې پلانونه لري.

د ده په خبره، هڅه کوي چې امنیت ښه شي او تر ډېره په‌دې کار کې بریالي شوي‌ هم دي.

د ټاکنو له‌پاره د نوم‌ليکنې درېيم پړوا د ولسواليو په کليوالي او لېرې پرتو سيمو کې نه‌دی پيل شوی او تر څنګ یې ډېر اندېښنې موجودې دي چې ټول خلک به د ناامنيو له امله په ټاکنو کې برخه ونه‌اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام