«لسګونه مجرمان له طالبانو سره یوځای شوي»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه وزارت د استخباراتي معلوماتو له مخې، ۱۰ زره او ۸۶ هغه مجرمان چې پر اداري فساد، له ښځو سره پر تاوتریخوالي او جنايي جرمونو تورن دي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته تښتېدلي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو مجرمانو له ډلې ۶۹ هغه له طالبانو سره یوځای شوي دي.

خو د طالب ډلې یوه ویاند ذبېح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې مجرمان د دولت په اډانه کې دي او یا هم د دولت تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي.

بله‌خوا د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي وايي، کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالي له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کلونو پورې د تورنو کسانو د نیولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

د هغه په وینا، له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کلونو پورې شاوخوا ۵ زره او ۷۰۵ جلبونه چې ۷ زره او ۸۳۹ کسان په‌کې شاملېږي، نه دي عملي شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل چې د ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کلونو پورې د پاتې جلبونو له ډلې نږدې ۱۲۵۰ مجرمان نیول شوي دي.

طارق ارین وايي، په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې هم د مجرمانو د نیولو شاوخوا دوه زره جلبونه عملي شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام