د افغانستان د خلاصون لارې شورا سرلارو نن په کابل کې د ځینو سیاستوالو په ګډون جوړې کړې غونډې ته وویل چې د افغان سولی په تړاو د قطر شپږ پړاوه خبرې او د مسکو بینالافغاني غونډې بېپایلې وې.
غونډې ته د یادې شورا رییس سیداکبراغا وویل چی د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد هڅې بریالۍ نه وې. د ده په وینا، خلیلزاد د سولې په تړاو یوازې له ځانګړیو کسانو سره سلامشورې کړي، نه د ولس له اصلي استازیو او مخورو سره .
سیداکبراغا پر بهرنیانو تور پورې کړ چې د وتلو په نوم پاتې کېدل غواړي چې د ده په اند، د بهرنیانو په موجودیت سره د افغانستا ن ستونزه نه حل کېږی.
په همدې حال کې د ولسي تحریک رییس عبدالحکیم نورزي هم په هېواد کې د روان کړکېچ په حل کې د خلیلزاد هڅې ناکامې وبللې.
ده زیاته کړه، د بن په لومړي کنفرانس کې هم خلیلزاد له طالبانو ماتې خوړلې او ځینې نور بیا له لوېدیځه راټول شوي وو چې د یوه ناکام حکومت په جوړولو یې د بهرنیانو راتګ ته ښه لار هواره کړه.
په غونډه کې د افغانسان خلاصون شورا یوه اعلامیه هم خپره کړه چې د بهرنیانو پر ژرترژره وتلو پهکې ټینګار شوی و.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې شورا غواړي په ډلهییز توګه د هېواد سیاسي بانفوذه څېرو او کسانو کورونو او دفترونو او په افغانستان کې بهرنیو سفارتونو ته په احتجاجي توګه ورشي، څو په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل لپاره کار وکړي.
د سولې په برخه کې د ولسمشر سلاکار قطبالدین هلال وویل، که څه هم دوی مخکې ویلي وو چې په بېلابېلو هېوادونو کې له بېلابېلو کسانو او ډلو سره د افغان سولې په اړه خبرې بېګټې دي، خو اوس یې پایله روښانه شوه.
د نوموړي په وینا، ټول سیاستوال او ولس باید له حکومت سره یوځای په ګډه او له یوه ادرسه د سولی په تړاو ګډې هڅې وکړي.
هلال سلاموطندار ته وویل چې له بهرنیو سفارتونو د بهرنیانو د وتلو غوښتنه بېګټې کار دی؛ ځکه په وینا یې، هغوی په خپل سر پهدې اړه د پرېکړې واک نهلري.
د افغان سولې په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې زلمی خلیلزاد اوس د سیمې هېوادونو او افغانستان ته پر سفر او سلامشورو بوخت دی.
ټاکل شوې په راتلونکیو څو ورځو کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د افغان سولې خبرو اترو اووم پړاو په قطر کې پیل شي.
هاخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ویلي چې هېواد به یې په قطر کی د بینالاافغاني خبرو په پیلېدو کې مرسته وکړي، خو په عین حال کې یې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې ناکامې بللې دي.