
د پاکستان لومړي وزیر وړمه ورځ له پاکستاني خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د سولې خبرېاترې هغه وخت ګټورې تمامېدلی شي چې په افغانستان کې «موقت حکومت» رامنځته شي او په خبره یې، دا چې موقت حکومت او ټاکنې څه وخت کېدون لري؛ څه نهشي ویلی.
عمرانخان افغان حکومت د سولې خبرو کې خنډ بولي او ادعا کوي چې افغان حکومت له طالباستازیو سره په اسلاماباد کې د ده د لیدلو مانع شویدی.
د کورنیو چارو پخواني سرپرست وزیر امرالله صالح د پاکستان لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ټویټ کړی او لیکلي یې دي چې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان اساسي قانون د لغوه کولو او دموکراتیک نظام تخریب د سولې په برخه کې د تړل شویو لارو پرانېستل بولي او دا هغه قیمت دی چې ای اېس ای غواړي افغانستان یې پرې کړي.
ښاغلي صالح په دې ټویټ کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په اړه هم لیکلي، څنګه امکان لري چې عمرانخان او د سولې او اعتدال ټیم یو ډول غوښتنه ولرلی شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمدحنیف اتمر د عمرانخان څرګندونې په افغانستان کې په ښکاره ډول لاسوهنه بولي او په ټویټر یې لیکلي، افغانستان یو ازاد ملت دی او افغانان د دولت او سیاست برخلیک پهخپله ټاکي، نه ګاونډیان.
لهدې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان ویلي وو چې افغانستان کې به داسې حکومت جوړ شي چې «ټولشموله» به وي. دې څرګندونو په هېواد کې د سیاستوالو ترڅنګ د مدني فعالانو غبرګونونه هم راپارولي وو.





