عبدالرشید دوستم تر راتلونکې اوونۍ کابل ته راستنېږي

ښکاري چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مرستیال عبدالرشید دوستم ترمنځ اختلافونه ختم شوي. حکومت کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، ښايي دوستم تر راتلونکې یوې اوونۍ هېواد ته بیرته راستون شي.

که څه هم سرچینې د ولسمشر غني او ښاغلي دوستم هوکړې جزیات ورنه کړل خو وايي، د ارګ او د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدرم ترمنځ د بحث یو مورد هم د عبدالرشید دوستم بېرته راتګ څرنګوالی دی.

د سرچینې په حواله هېواد ته د دوستم بېرته راتګ موضوع له ارګه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له غوښتنو هم وه.

ارګ او ملي جنبش ګوند په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو اجرایوي رییس عبدالله عبدالله منې چې د ترکیې لومړي وزیر په سفر کې د ښاغلي دوستم برخلیک په اړه هم خبرې اترې شوي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي ضیا رفعت سلام وطندار ته وویل د حکومت له لوري هېواد ته د ښاغلي دوستم راتګ مخنیوی د قانون خلاف و. بل‌خوا د ښاغلي ایشچي او دوستم دعوا یوه حقوقي مسله ده چې د ولسمشر او مرستیال پر هوکړې يې نه شي حل کیدی.

ښاغلی رفعت په دې باور دی چې ولسمشر غني به له دې مسلې په راتلونکي کې د ښاغلي دوستم پر وړاندې د فشار په توګه کار واخلي.
هغه مهال چې د ښاغلي دوستم سیاسي رقیب احمد ایشچي، د دوستم او د هغه د ساتونکو له‌خوا پر نوموړي د جنسي ځورونې شکایت څارنوالۍ کې ثبت کړ؛ ولسمشر د اروپايي ټولنې، متحده ایالتونو او برېتانیا فشارونو لاندې اړ شو د دوستم قانوني واکونه محدود کړي.

له څه مودې وروسته ښاغلی دوستم ترکیې ته ولاړ او تراوسه نوموړي ته افغانستان ته د راستنیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام