قطر؛ خلیزاد له طالبانو سره په «جدي مواردو» خبرې کوي

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب‌استازیو ترمنځ د سولې خبرې اترو پنځم دور پپل شو.

د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته له ورتګ سره سم په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، مهم وخت لحظه رارسېدلې او جدي کارونه به پیل شي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي، یوه غرمه یې له ملا برادر او د هغه له ډلې سره پای ته ورسېده او د لومړي ځل له لیدلو وروسته اوس خبرو ته کېني.

د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دا خبرې داسې مهال له طالب‌استازیو سره د مذاکراتو خبره کوي چې طالبانو اعلان کړی دوی سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مسوول ملا برادر له امریکايي پلاوي سره د خبرو په پار دوحې ته تللی دی.

له ننه نږدې یوه میاشت مخکې امريکايي پلاوي او د طالبانو پلاوي په پرله‌پسې ډول ۶ ورځې د دوحې په پلازمېنې قطر کې د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه خبرې اترې وکړې.

«د بهرنیو ځواکونو وتل، د قطر غونډې اصلي اجندا ده»

قطر کې د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه شوې

قطر کې د سولې غونډه؛ طالبانو نړېوال ضمانت غوښتی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام