هر کال په افغانستان کې د مرغومې له ۱۴مې څخه تر ۲۱ نېټې پورې د اساسي قانون د اوونۍ په نوم په غونډو سره لمانځل کيږي.
په دغو غونډو کې حکومتي چارواکي په خپلو ورځنیو کارونو کې د اساسي پر قانون تطبیق خبرې کوي، خو د حقوق پوهانو او د اساسي قانون پر پلي کیدو د څار کمېسیون په باور په ټولو دولتي بنسټونو کې په پراخه کچه اساسي قانون تر پښو لاندې کیږي.
د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون غړی ابوبکر متقي په هیواد کې له قانون څخه د سرغړونو په اړه وایي، چې په افغانستان کې له عادي کس نه نیولی د دولت تر مشرانو پورې قانون نقض کوي.
متقي زیاته کړه، په اوسني وخت کې، چې هیواد د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی د اساسي قانون تعدیل د هیواد په ګټه نه شي تمامېدای.
په همدی حال کې حقوقي کارپوه کبیر رنجبر سلاموطندار ته وویل، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د شخصي ګټو پر بنسټ په قصدي توګه قانون ترپښو لاندې شوي او د اشرف غني په حکومت کې له قانون څخه د پوهې د کموالي له امله تر پښو لاندې کیږي او د ولسمشر حقوقي سلاکارانو غټې تیروتنې کړې دي.
رنجبر زیاته کړه، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون باید د اساسي قانون له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي او که د اساسي قانون څخه سرغړونې همداسې روانې وي، نو ناوړه پایلې به ولري.
د یو شمیر سیاسي شنونکو او قانون پوهانو په باور د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه یو جامع قانون دی، خو هیوادوال تل د حکومتي بنسټونو له خوا د اساسي قانون د سرغړونو په اړه شکایت کوي.
سږ کال د اساسي قانون د تصویب ۱۲مه کلیزه ده.
اساسی قانون په یو کتاب، ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د لیندۍ له ۲۲ مې څخه د مرغومې تر ۱۴ پورې د لویې جرګې له خوا تصویب شو.