فیفا: قطر د ۴۸ هېوادونو ترمنځ د فوټبال نړۍوال جام ویټو کولی شي

د فوټبال نړۍوالی شورا مشر جیاني انفنټینو په‌خپلې وروستۍ مرکې کې له قطر هېواد سره د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو له‌پاره د ۳۲ هېوادونو د کوربتوب تړون په اړه خبرې وکړې.

د نوموړي په وینا، د سویلي امریکا وچې هېوادونو له‌خوا په فوټبال نړۍوال جام کې د لوبډلو د غځولو له طرحې ملاتړ کوي؛ خو قطر له مخکې لاسلیک کړي تړون پر اساس حق لري چې په‌خپل کوربتوب نړۍوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو دا وړاندیز ویټو کړي.

انفنټینو د سویس په زیوریخ کې رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، په ګډه باید کار وشي چې د فوټبال نړۍواله شورا د قطر هېواد له موافقې او تړون پرته د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته ۱۶ نور هېوادونه اضافه نه‌شي کړای او که د رایه‌ورکوونکيو په برخه کی د قطر له موافقې پرته رایه‌ورکړي؛ نو دا به بېخي بې‌عدالتي وي.

د فیفا مشر ویلي، فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته د نورو ۱۶ لوبډلو اضافه کول په‌دې مانا دي چې قطر نورو لوبغاليو، هوټلونو او نور ټرانسپورټ ته اړتیا لري چې د قطر حکومت ته په یوازې ځان پوښتنې پيدا کوي.

۸ کاله مخکې خلیجو هېوادونو دغه شتمن هېواد قطر ته د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کوربتوب ورکړ چې د بېلابېلو فساد له تورونو سره ـ سره قطر د خپل کوربتوب فوټبال نړۍوال جام سیالیو له‌پاره خپلې تیارۍ روانې ساتلې دي.

که د فوټبال نړۍوالې شورا رایه‌ورکوونکي هېوادونه په‌خپلې راتلونکې اوونیزې غونډې کې په ۲۰۲۲ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د ۴۸ هېوادونو د لوبېدلو پرېکړه وکړي؛ نو د دې امکان شته چې ایران او قطر په ګډه د دې سیالیو کوربتوب وکړي.

د فوټبال څارونکي بیا په‌دې باور دي چې د قطر په کوربتوب ۲۰۲۲ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د ۴۸ هېوادونو له لوبیدو وروسته ایران هم له قطر سره د دې سیالیو په کوربتوب کې شریک شي؛ نو دا به د دوحې له‌پاره ستره ماتې وي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د روان جون پر ۱۴مه نېټه په روسیه کې د ۳۲ هېوادونو ترمنځ د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ پیلېږي.

ټاکل شوې‌ده، د فوټبال نړیوال جام له پیلېدو مخکې راتلونکې اوونۍ د فوټبال نړۍوالی شورا رایه‌ورکوونکي هېوادونه غونډې وکړي چې له‌مخې به یې د افریقایي هېواد مراکو او په ګډه دامریکا، کاناډا او مکسیکو څخه د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو له‌پاره کوربه هېواد اعلان کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام