د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي سلام‌وطندار سره په مرکې کې وویل چې یو ځل بیا پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه ډېر شوي‌دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د فراه ښار کلابند کړی او د ښار د بېلابېلو برخو په ګډون د لویو لارو په اوږدو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

د فراه د ولايتي شورا مرستیال زیاتوي، کله چې په یاد ولایت کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو حضور لرلو؛ طالبان دفاعي حالت کې وو؛ خو د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. نعیمي وايي، له تېرو څلورو یا پنځو ورځو راهیسې له شلو ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او کېدای شي دا حالت دوام وکړي.

په همدې حال کې د فراه د ولایتي شورا مرستیال خیرمحمد نورزی او مدني فعال جاوید تابش هم په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو او امنیتي ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دوی په وینا، طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هره شپه د فراه په یوه برخه برید کوي او دې وضعیت خلک اندېښمن کړي‌دي.

ورته مطالب:

د امنیتي ځواکونو غیرحاضري او د فراه د پشت‌رود سقوط

فراه ښار د ۳۰۰ طالبانو په وژل کېدلو امنیتي ځواکونو ونیول شو

خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب که څه هم په تېرو دوو ورځو کې وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله مني؛ خو د ولایت د امنیتي وضعیت په اړه څه نه وايي.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو دوې شپې مخکې د فراه ښار اړوند او لومړي نمبر لویې لارې کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې ۱۳ امنیتي ځواکونه ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام