فاریاب کې د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د فاریاب د قیصار ولسوال حاجي رحمت‌الله وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه دې ولسوالۍ کې په «ارکلیک» پوستې برید کړی چې ۱۰ د پوځ سرتېري او ۸  پاڅونوال په‌کې وژل شوي‌دي.

د قیصار ولسوال وویل، د طالبانو برید کې ۱۴ امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي.

همداراز د دواړو لورو ترمنځ جګړه کې ۹ طالبان هم وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ پلي لوا د مطبوعاتو امر احمدجواد دې برخه کې د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

طالبانو بیا یوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې دې بریدونو کې یې ۳۹ امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

له همدې ولایته:

د فاریاب پښتون‌کوټ ولسوالي د سرحوض سیمه طالبانو ته پرېښودل شوه

دفاعي ځواکونو فاریاب کې ۲ قرارګاوې او ۲۸ پوستې خوشې کړي

فاریاب کې د ملي اردو ۶ کنډک د سقوط له خطر سره مخ دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام