د فاریاب ولايت سيمهييز مسوولان په دې ولايت کې د طالبانو له لوري د يوه شپون د وژلو خبر ورکوي.
د ياد ولايت د کوهستان ولسوال روحالله ميرزاد وايي، دا پېښه تېره ورځ شوې ده.
د نوموړي په وينا، کوهستان ولسوالۍ کې طالبانو يو بل شپون ټپي کړی هم دی.
تر اوسه پورې د دې پېښې لامل نه دی معلوم.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.