د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، د نړېوال خوراکي پروګرام یا WFP له لوري مرسته شوي توکي اړمنو کسانو ته رسېدلي نهدي او بازار کې پلورل کېږي.
د غور ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري سلاموطندار ته وویل چې د نړېوال خوراکي سازمان مسوولانو مرسته شوي اوړه، غوړي او غنم د اړمنو پرځای هغو کورنیو ته ورکړي چې اړتیا ورته نهلري.
د قادري په وینا، د غور بازار کې یې هغه خوراکي توکي چې د یاد بنسټ له لوري اړمنو کسانو ته ورکولې کېدل، موندلي او سیمهییزه اداره یې باید د مخنیوي لهپاره اقدام وکړي.
په همدې حال کې د غور اوسېدونکي نظرمحمد ازهر او سلطاناحمد صدیقي هم د یادو خوراکي توکو له وېشه ناخوښه دي او وايي، یاد توکي هغو کسانو ته ورکړل شوي چې د اړتیا پرځای زور او ډېر نفوذ لري.
دوی پر حکومت غږ کوي چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې یاد ولایت ته راغلې مرستې د اړمنو کورنیو پرځای نورو ته ورکوي.
بلخوا د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم مني چې د یاد بنسټ له لوري مرسته شوي خوراکي توکي په بازار کې پلورل کېږي، خو په وینا یې د غور سیمهییزې ادارې یې د څرنګوالي لهپاره پلاوی ټاکلی دی.
په غور کې د نړېوال خوراکي پروګرام همغږي کوونکی همایون هم مني چې د دې پروګرام له لوري مرسته شوي خوراکي توکي اړمنو کسانو ته رسېدلي نهدي او سیمهییزو شوراګانو په بازار کې پلورلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غور سیمهییزو مسوولانو په خبره، اوسمهال سلګونه کورنۍ له بادغېس او فاریاب ولایتونو او د غور له لرې پرتو سیمو د دې ولایت مرکز فېروزکوه ته راکډه شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.