غني: ستره محکمه باید دولت ته د مشروع قوې د استعمال اجازه ورکړي

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان له سترې محکمې غوښتنه وکړه، چې باید دولت ته په ځانګړو مواردو کې د قانون پلي کولو په موخه د مشروع قوي د استعمال اجازه ورکړي.

محمد اشرف غني، چې نن پنجشنبه (اکټوبر۱۵مه) د ځمکې په لومړۍ ملي غونډه کې وینا کوله وویل، چې د افغانستان د ځمکې اوسنی قانون زیاتې نیمګریتاوې لري.

ولسمشر دا هم وویل، چې کله په يو هېواد کې باج اخیستل، د ځمکو غصب او د ملي ګټو تر پښو لاندې کول موجود وي، نو د مشروع قوې استعمال د دولت حق دی.

له بل لوري د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، په هېواد کې تېرو څو لسیزو جګړو په افغانستان کې د ځمکې د استفادې په ځانګړي توګه د ښاري ځمکو مديريت ته صدمه رسولې.

نادري زیاته کړه، چې د ځمکې په استملاک کې ستونزې شته او دا د دې لامل شوي، چې په تېرو کلونو کې د کلیوالي، ښاري، بریښنا او نورو برخو د پروژو فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

د ښار جوړونې د وزیر پر وینا، د استملاک قانون چې ۷۰ لسیزې وړاندې نافذ شوی د خلکو د اړتیاو ځواب ویونکی نه دی.

دغه راز د مالیې وزارت مرستیال محمد شفیق قاري زاده وویل، که چیرې د ځمکې د استملاک په قانون کې تعدیل راوستل شي، نو دغه چاره به له ماليې وزارت سره د بودیجوي برخه کې مرسته وکړي.

هغه وايي، چې د هېواد په غېر پلاني ساحو کې د استملاک په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځ ته شي.

له بل لوري ولسمشر غني وویل، چې  ملي شورا او مشرانو جرګه له اړوندو وزارتونو سره په همغږي باید داسې نوی قانون جوړ کړي، چې د ځمکې څخه سمه استفاده وشي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د افغانستان ټول قانون جوړونکي ادارې په ځانګړې توګه ستره محکمه د قانون په تعدیل کې بشپړه خپلواکي لري.

غني له اړوندو وزارتونو غوښتنه وکړه، چې په قانون کې د هر ډول نوښت وړاندیز کيږي باید لومړی يې د ازمايښتي تطبیق نتيجه وڅيړي، ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو مخنيوی وشي.

 هر ډول نو آوري وړاندیز کیږي باید لومړۍ د هغه ازمایښتي تطبیق وویني.

ولسمشر غني وویل، چې د قانون اصلي موخه عامه هوساینه ده، نو باید په ټولو قوانینو کې حقوق او وجایب رعایت شي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې اوسمهال د استملاک په برخه کې ټولنیز هوساینې او شخصي ګټو ترمنځ لازم تعادل نه دی برابر.

ولسمشر په داسې حال کې دا ويناوې کوي، چې همدا اوس یواځې د کابل ښار په زړه کې په سلګونه جریبه دولتي ځمکې د زوراکو له لوري غصب شوي او د بېرته اخیستو له پاره يې د حکومتي مقاماتو له لوري هيڅ ډول جدي اقدام نه دی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام