ولسمشر غني ملت ته په وینا کې وویل، چې د طالبانو مرکز پاکستان دی او پرېکړه د اسلاماباد په لاس کې ده؛ څه چې د ځان لهپاره خوښي د نور لهپاره دې هم خوښ کړي.
اشرف غني وايي، نن نه یوازې کابل بلکې ټول افغانستان کې د ویر په ټغر ناست یو. او ټینګار یې وکړ دا ورځ هېرېدونکی نه ده؛ ۱۰۰ کاله وروسته به هم له ترهګرو د خپل ملت د وینو غچ اخلو.
ولسمشر وویل، د پېښو په اړه نیول شوي کسان د دغو بریدونو جړه څرګندوي او طالبانو یې هم ښکاره مسوولیت منلی دی.
دی وايي، د سیاست په نړیوال ډګر کې بریالي شوي یو دغه راز په سوله او جګړې کې هم بریالي کېږو.
اشرف غني وايي، په استخباراتي او کشفي بنسټونو کې د واضحو سمونونو اړتیا محسوسه ده او ډېر ژر به اقدامات وشي. دغه راز یې وویل، د هېواد په ۳۴ امنیې قوماندانیو کې ژورې څېړنې شوي او ډېر ژر به په دې برخه کې هم د سمونونو اقدام ترسره شي.
غني وویل، نن ورځ باید خپل غم او درد راټول کړو او خپله اراده پياوړې کړو. دغه راز به په ملي مسایلو کې د هېواد له ټولو پاړکو سلا مشورې اخلو او دا لړۍ پیل شوې ده.
له رسنیو څخه یې په مننې وویل، هر کله چې هېواد تر یرغل لاندې نیول کېږي د هغوی رسالت خورا رغندوي او د ملت په یو مټې کولو کې ځانګړی رول ترسره کوي.