افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبه (مارچ ۱۵مه) په کابل کې د ناټو لوی منشي ینس استولتنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې اوس افغانستان د ناټو د برنامو په سر کې ځای لري او دغه هېواد ته لومړيتوب ورکوي.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې زموږ همکاري له ناټو سره پیاوړې او پراخه شوې ده او د نړۍ ډیر هیوادونه ځان ته د ناټو پام ور اړولو په موخه سیالي کوي.
ولسمشر همدارنګه وویل، چې له ډیرو ګواښونو سره سره بیا هم ناټوافغانستان ته لومړیتوب ورکوي، چې دا په خپله د افغانستان راتلونکې په اړه یو قوي اعتماد دی.
په همدې حال کې د ناټو لوی منشي ینس استولتنبرګ خبري غونډې ته وویل، چې له افغانستان سره د ناټو ژمنې قوي او ثابتې دي، افغان امنیتي ځواکونه دده په وینا یواځې نه دي او له هوايي ځواکونو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
استولتنبرګ زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا حضور له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه دی، ناټو او همکاران يې په افغانستان کې پراته او ددغه هیواد دفاعي او هوايي ځواکونو سره پرلپسې مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړه:" د وارسا په غونډه کې به له خپل افغان همکارانو سره خبرې وکړو، چې څنګه کولی شو په راتلونکې کې لا ښې مرستې وکړو."
غونډې ته د ناټو لوی منشي زیاته کړه، چې په افغانستان کې باید لازم سمون راشي.
د ده په وینا، هرڅومره چې سمون راشي دوی کولی شي، چې د ناټو غړو هیوادونو ته قناعت ورکړي، څو له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.