ولسي جرګې د طالبانو د بریدونو په اړه د حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په نه پام نیوکې کوي

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي نن د جرګې په عمومي غونډې کې وویل، طالبان د دې له‌پاره چې د مسکو له غونډې ډېر امتیازات تر لاسه کړي؛ خپل بریدونه یې د غزني ولایت په مالستان، جاغوري او د ارزګان ولایت د خاص‌رزګان ولسواليو او د هېواد په شمالي ولایتونو کې پراخ کړي‌دي.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره، طالبان ډېرې سلاوې پیدا کړي‌ او نړۍوال ځواکونه دې د طالبانو پر وړاندې عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

عبدالروف ابراهیمي زیاتوي، د افغانانو د امنیت خونديتوب ستونزې د حکومت جدي نه پام افغانان د امنیتي او دفاعي ارګانونو څخه ناهیلي کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د افغانستان په ځېنو برخو کې د طالبانو د بریدونو په وړاندې د حکومت په نه پام نیوکې کوي.

دوی د رزګان ولایت په خاص‌رزګان او د غزني په مالیستان او جاغوري ولسوالیو کې د جګړو په اړه د حکومت د ځواب ورکونې غوښتونکي شو.

د جرګې دغو غړیو له حکومته د جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې د هوایي عملیاتو غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د خلکو دوه تنه استازي احمد بهزاد او عبدالقیوم سجادي وایي چې د حکومت نه پام په یادو دوه ولسوالیو کې انساني ناورین را منځته کولای شي.

د جرګې د دې استازیو په وینا، غزني او رزګان کې خلک د جګړو له امله بې‌ځایه شوي‌دي.

د غزني په جاغوري ولسوالۍ د طالبانو له برید وروسته دې ډلې نن سهار د دغه ولایت په مالستان ولسوالۍ هم برید کړی‌دی.

په غزني کې د طالبانو د دې بریدونو په تړاو نن د کابل یو شمېر اوسېدونکیو د ملي شورا د دروازې مخې ته اعتراض وکړ او د حکومت او امنیتي ځواکونو د جدي پام غوښتنه یې وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام