
د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کولو کمېسیون مشر محمدعمر داوودزي د دغې جرګې په درېیمه ورځ وویل، هیله لري چې طالبان د افغانستان د سولې جرګې وړاندیزونو او سپارښتنو ته غوږ کېږدي.
ښاغلی داوودزي مشورتي لویه جرګه کې د شویو پرمختګونو په اړه هم وايي، چې تراوسه د دې جرګې ۴۵ سلنه چارې مخ ته تللي او د اداري پلاوي په ټاکل کېدلو، کاري بهیر نور هم ګړندی شوی او هڅه کوي د مهالوېش پر اساس د جرګې چارې مخ ته یوسي.
د هغه په وینا، د سولې مشورتي لویې جرګې غړیو ۵۱ کمیټو کې بحثونه پیل کړي او طالبانو سره د سولې پر شرایطو او څرنګوالي خبرې کوي او وروسته به یې د جرګې عمومي غونډه کې وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، دا چې اداري پلاوی په ځنډ سره ټاکل شوی، د جرګې چارې هم څو ساعته وروسته پاتې شوي چې د اړتیا په صورت کې به جرګه د نیمې او یا هم د یوې ورځې لهپاره وغځول شي.
ورته مطالب:





