د ناټو سرمنشي: کورونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستانه ملاتړ کوو

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې ناټو د افغان ځواکونو او له کورونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستانه ملاتړ کوي.

ینس سټولتنبرګ وويل، کله چې ناټو افغانستان کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي نو کورونا ويروس دې هم په پام کې ولري.

نوموړی وايي، دوی او متحدانو يې افغانستان کې له کورونا سره د مبارزې لپاره جدي او ګټور ګامونه پام کې نيولي چې په تازګۍ سره د ناټو ځواکونو په نورستان ولایت کې له پوليسو سره د مکروب ضد مواد، محافظتي او روغتيايي توکي مرسته کړې ده.

د ناټو عمومي منشي دا خبرې تېره ورځ له خبريالانو سره په يوه ويډيوي ناسته کې مطرح کړې دي.

سټولټنبرګ وويل چې د ناټو يو شمېر سرتېري هم پر کورونا وپروس اخته شوي چې ياد سرتېري يې له افغانستانه بهر کړي او یو شمېر يې قرنطين دي.

نوموړي همداراز وويل، د ناټو هغه سرتېري چې افغانستان ته راځي لومړيو کې قرنطين کېږي ترڅو له ځانه سره دغه ويروس ونه لېږدوي.

د ینس سټولتنبرګ په وينا، ناټو له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته په بشپړه توګه ژمنه ده او له همدې کبله د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړی زياتوي، ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې ملاتړ کړی او له همدې کبله اوسمهال هڅه کوي چې افغانستان کې خپل سرتېري له ۱۶ زرو ۱۲ زرو ته کم کړي چې دا کار په مشروط ډول دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وايي، دوی يو ځايي افغانستان ته راغلي، يو ځای پرېکړه کوي او که شرایط جوړ شول يو ځای به له افغانستانه وځي.

سټولټنبرګ همدا راز پر طالبانو دا غږ هم کړی چې په دې باوري شي چې د جګړو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او رښتينې مصالحې لپاره دې طالبان بايد خبرو مېز ته کېني.

نوموړي افغانستان کې د سياسيونو ترمنځ د اختلافاتو په اړه وويل چې  د افغانستان حکومت کې چې کومې ننګونې موجودې دي هم اړينې دي او دې لپاره چې سولې ته ورسېږي يووالي ته اړتيا ده.

سټولټنبرګ همدا راز پر طالبانو دا غږ هم کړی چې له امریکا سره د سولې شوې هوکړې ته درناوی وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي.

د ناټو سرمنشي دوه ورځې وړاندې هم له طالبانو وغوښتل چې تاوتريخوالی کم کړي او له امريکا سره شوې هوکړه سمه عملي کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام