تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ملي امنیت ۰۲ ځانګړې قطعې د ننګرهار د غنيخېلو ولسوالۍ په سیاهچوب سیمه کې شپني عملیات کړي، چې ۵ کسان پهکې وژل شوي او ۵ نور یادې قطعې ژوندي له ځان سره وړي دي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، وژل شوي او نیول شوي ټول ملکي وګړي دي.
دغې سرچینې زیاته کړه، وژل شویو کسانو په سیاهچوب سیمه کې د چرګانو په یو فارم کې کار کولو.
خو د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په غنيخېلو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ۰۲ قطعې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو طالبانو او یادې قطعې ترمنځ ډزې شوي، چې ۵ تنه پهکې وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شويدي.
نوموړی وايي، د وژل شویو او نیول شویو کسانو د هویت معلومولو په پار سیمه کې څېړنې پيل شوېدي.
خوږیاڼي دغو شپنو عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د اوښتې، مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د غنيخېلو ولسوال عبدالوهاب هم سلام وطندار ته د پېښې پخلی وکړ؛ خو پهدې اړه یې د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې.
بل پلو د غنيخېلو ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د تېرې شپې عملیاتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ځانګړو ځواکونو له ځان ژوندي بېولي دي.
اخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري سلام وطندار سره خبرو کې وویل، چې په وژل شویو کې د سیاهچوب سیمې د ښوونځي دوه زدهکوونکي قیامالدین او قیامالله هم شامل دي.
نوموړي وویل، دغو زدهکوونکیو په یاده سیمه کې د چرګانو په یو فارم کې ورځ مزدوري کوله.
لهدې مخکې هم د ننګرهار په غنيخېلو ولسوالۍ کې ورته پېښې رامنځته شوي، چې چارواکي یې تل د څېړلو خبره کوي.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د شپې درې بجې د بهرنیو ځواکونو په ډزو د سیمټي بلاکونو په یوه کارخونه کې یو پلار او ۲ زامن ووژل شول.