د ملي وحدت د حکومت اجرايوي رییس د غوايي د ۸ په اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، هغه ازاد شوي بنديانو، چې بېرته د جګړو لیکو ته تللي د دې بندیانو ازادول تاريخي تېروتنه وه.
دا مراسم نن (چهارشنبه) په ارګ کې د حکومتي او جهادي مشرانو په ګډون ترسره شول.
عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، چې د وسله والو طالبانو جګړه (جهاد) نه بلکې د خلکو وژنه او «جنایت» دی.
اجرايوي رييس له خلکو وغوښتل چې د «ترهګرو» پر وړاندې په یو دريځ ودريږي.
نوموړي زیاته کړه، هغه خلک چې ولسي وګړي وژني هغه د افغانانو دوښمنان دي.
د ځېنې راپورونو له مخې ویل کيږي، چې د وسله والو طالبانو یو شمېر هغه ملګري چې په زندانونو کې بنديان وو له ازادېدو وروسته د جګړو ليکو ته تللي دي.
له بل لورې په دې مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې د دوی له پاره جګړه لومړی انتخاب نه و، خو د «تروریستي ډلو» د فعالیتونو له امله امنیتي ځواکونه په ځواب ورکولو اړ شول.
ولسمشر د امنيتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه د سیمه ییز تروریزم سره جنګيږي.
ولسمشر وویل، چې د ترورېزم په جګړه کې د افغانانو قربانۍ د سیمې د ثبات او امنیت له پاره دي.
افغان ولسمشر غني وویل، د سرو لښکرو سره جهاد په ځای و او کله به یې هم هېر نه کړي؛ بلکې په وینا یې، ترڅو چې افغانستان وي له دې میراثه به ساتنه کوي.
خو په همدې ناسته کې یو افغان سیاستوال ډاکټر فاروق اعظم پر حکومت نېوکې هم وکړلې او زیاته یې کړه، چې شته بې عدالتۍ جګړې ته پراختیا ورکړې او حکومت دې د عدالت په ټینګښت کې دې ناغیړي نه کوي.
فاروق اعظم وویل، وسله والو طالبانو ته افغانستان ته په راتګ کې اسانتیا نه ده رامنځته شوې.
۲۴ کاله وړاندې افغان مجاهدینو د سرو لښکرو وروستۍ ډله هم له خاورې واېستله او خپل بېرغ یې د ارګ پر ماڼۍ رازوړند کړ.
دا ورځه نن (چهارشنبه) په یو شمېر ولایتونو؛ پروان، کندوز، غزني او پنجشیر کې هم ونماځل شوه.