عبدالله عبدالله د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر وترټه

د وزیرانو شورا  نننۍ غونډه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست وزیر په غوږ تاوولو پیل شوه.

یوه باوري سرچینه وايي چې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډو کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست وزیر اجمل احمدي د ناسوبتیا له کبله نن د یادې شورا په غونډه کې وویل، «دا غونډه د چا د شخصي کار لپاره نه جوړېږي چې ښاغلی احمدي په‌کې ناسوب دی.»

د سرچینې په وینا، نوموړي په خطاب کې ویلي چې «که په پښتو او فارسي نه پوهېږئ، ستونزه  نه‌شته، زه یې درته ژباړم.» او دغه راز یې زیاته کړې، «که ستاسو پر ځای وای، استعفا مې کوله.»

اجرایوي رییس ویلي، «ښاغلی احمدي په انګلیسي خوب ویني، خو په پښتو او فارسي یې نه‌شي تعبیرولای»

موږ وغوښتل چې د وزیرانو شورا په غونډو کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت لامل وپوښتو، خو د یاد وزارت د مطبوعاتو مسوولانو زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام