عبدالله د امريکا او قطر له بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لومړۍ پرانيستونکې غونډې ترڅنګ د امريکا د بهرنیو چارو له وزير مايک پامپيو او د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره ليدلي دي.

عبدالله په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان ته سوله لومړيټوب کې ځای لري. اعلاميه کې د عبدالله عبدالله له قوله ليکل شوي: « موږ راغلي يو چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوو او افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سولې ته لار هواره کړو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې لیدنه کې ويلي چې هېواد يې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د سولې په راوستو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

عبدالله د يادې ناستې ترڅنګ د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره هم ليدلي دي.

عبدالله په دې ليدنه کې د سولې په برخه کې د قطر له لوري کوربه‌توبه مننه کړې. د قطر د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې هېواد يې افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پوره هڅه او ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام