عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق نوی اېتلاف جوړوي

د افغانستان د جمعیت ګوند او د افغانستان‌ژغورنې اېتلاف غړي محی‌الدین مهدي سلام‌وطندار ته وویل، د افغانستان د خلکو په محوریت، د نوې جبهې، د حراست او ثبات شورا او د افغانستان‌ژغورنې اېتلاف په حضور سره به د «ستر ملي اېتلاف» تر نوم لاندې ګوند جوړ شي.

د ښاغلي مهدي په خبره، نوې اېتلاف کې، عطامحمد نور، محمد محقق او عبدالرشید دوستم مهم رول لري او دغه اېتلاف د ټاکنیز واحد ټکټ په توګه د افغانستان سیاسي ډګر ته واردېږي.

خو د ثبات او حراست شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي، تر اوسه پورې په یوه مشخص او څرګند اېتلاف یا جوړښت هوکړه نه‌ده شوې؛ خو دغه شورا دا وخت له سیاسي جریانونو او جهادي شخصیتونو سره د خبرو حال کې ده.

د پوهنتون استاد اکرم عارفي باوري دی، هغه اېتلاف چې اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو په تړاو رامنځته کېږي؛ په ټاکنیزو تګلارو سره د موجودیت اعلان کوي.

د ښاغلي عارفي په وینا، د تېر کال له ژمي راهیسې تراوسه د یو ستر اېتلاف جوړولو له‌پاره هڅې روانې وې او دغه اېتلاف کې ختیځه او د لوی کندهار شورا هم برخه لري.

د ښاغلي عارفي په وینا، په افغانستان کې لوی اېتلافونه تل له وېشلو او پاشېدلو سره مخ وي او دا اېتلاف به هم له دې وېرې خالي نه وي.

دا اېتلاف داسې مهال جوړېږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د دې اېتلاف غړی عبدالرشید دوستم راتلونکې اوونۍ له اوږده ځنډ وروسته کابل ته راځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام