د جوزجان قرقین ولسوال شکورالله جاهد دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د حضور له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه ډله د پوستو او پاټکونو په جوړولو سره له خلکو په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.
د جوزجان د قرقین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، طالبان له څه مودې راهیسې طالبانو د دې ولسوالۍ لارې په کنټرول کې نیولې دي او له هر موټره له ۱۰۰ تر ۵سوو افغانۍ اخلي.
د قرقین ولسوالۍ دوه اوسېدونکي فدامحمد او قربان تردي بیا ادعا کوي چې په هرو ۱۰ پسونو کې یو د طالب دی.
دوی له دولته غواړي چې دې ستونزې ته جدي پام وکړي.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ امنیت امر عبدالحفیظ خاشي تاییدوي چې طالبان په بېلابېلو پلمو د قرقین ولسوالۍ له اوسېدونکیو په غیرقانوني توګه پیسې ټولوي.
دی د دې کار د مخنیوي په برخه کې د هلو ـ ځلو ژمنه کوي.
د جوزجان یو شمېر مدني فعالان هم قرقین ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په لاره اچولو کې له ځنډ اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي، که حکومت همداسې غلی پاتې شي؛ دغه ولسوالۍ به د وسلهوالو مخالفانو لاس ولوېږي.
د جوزجان ځايي چارواکي وايي، له یو کال راهیسې قرقین او خمار ولسوالۍ د طالبانو په محاصره کې دي.