په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د ناټو قومنداني په مرکز کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د ناټو د غړیو هېوادونو له استازیو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان په یوه تاریخي شېبه کې ده او د سولې اوسنی فرصت له څلوېښت کلنې جګړې وروسته ښه او واقعي دی.
د کې په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ناټو له لوري یې روزنه لیدلې، اوس د جګړې په ډګر کې لاسبري دي.
د ناټو ملکي استازي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره بینالافغاني خبرو ته حاضر شي او له افغان دولت او خلکو سره خبرې اترې وکړي.
کې ټینګار کړی چې سوله او د تاوتریخوالي کموالی د افغانانو غوښتنه ده او طالبان یې باید غوښتنو ته درنښت وکړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي چې ناټو او ملاتړي یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو د شرایطو چمتو کولو لپاره له افغانانو او دولت سره له نږدې کار کوي.