دا پېښه نن د فاریاب ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالي کې شوې ده.
د خواجهسبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وايي، طالبان تل په کلیو کې کوڅو ته راوځي او د جګړهییز تکتیک زده کولو لپاره نښې ولي.
د نوموړي په وینا، دې ډلې چې غوښتل یې یو سپی نښه وګرځوي، مرمۍ یې په تېروتنې سره د یوه اووه کلن ماشوم پر خېټه لګېدلې ده.
د فاریاب د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د لګېدلي ماشوم کولمې راوتلي او د ژوندي پاتې کېدلو امکان یې ډېر کم دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.