
د خوست شاوخوا ۲۰ ریاستونه او لوی مدیریتونه د ودانیو نهلرلو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او اړوندې خواوې هم په اړه جدي کار نهکوي.
د دغو ودانیو څانګې چې وخت ـ ناوخت یو او بل ځای ته بدلېږي ـ رابدلېږي، مراجیعین هم وايي چې له دومره زیاتو پروژو منظورېدو سره ـ سره لا هم مهم ریاستونه د کډوالۍ ژوند کوي.
د دولتي ادارو دوو مراجعینو عاطف او بهار سلام وطندار ته وویل یوه ورځ یو ریاست یو ځای او بله ورځ بل ځای وي، چې د دوی په شان د ډېرو نابلدو خوستیانو کارونه له ستونزو سره مخ کړيدي.
دوی اندېښنه ښيي چې د دومره ډېرو پیسو او پروژو په منظورېدو سره د دې ریاستونو او لویو مدیریتونو لګښتونه او ځمکې څه شوې چې لا هم په کرايي ځایونو کې فعالیت کوي.
دوی له دولته په جدي ډول غوښتنه کوي چې د خوستيانو د ستونزو د هواري په پار دې ستونزې ته پام وکړي.
د بېودانیو ریاستونو کارکوونکي وايي چې څو ځلې یې اړوند چارواکیو ته وړاندیزونه کړي؛ خو په وینا یې لا هم په نورو دولتي څانګو کې د کډوالو په څېر خپلې چارې مخ ته وړي.
د ترافیکو او د نفوسو احوالو ثبت مدیرتونه له هغو څانګو کې دي چې ټوله اداره یې څو ځلې له یو ځایه بل ځای ته کډه شوې؛ خو لا هم د خپلې ودانۍ د لرلو ارماني دي.
د نفوسو احوالو ثبت مدیر سیدعمر عمر او د ترافیکو ځایناستي مدیر غنيشاه وايي، له ډېرو غوښتنو سره ـ سره لا هم نهدي بریالي شوي چې د دوی ادارو ته ځانګړې ودانۍ جوړې شي.
دوی غوښتنه کوي چې دوی ته دې ځانګړې ودانۍ ځکه جوړې شي چې پرسونل يې زیات او اداري وسایل هر ځل له یو ځایه بل ځای ته په وړلو سره تخریبېږي او په کاري خدماتو کې یې فرق راځي.
د خوست ښار جوړولو ریاست د معلوماتو لهمخې، شاوخوا ۲۰ ریاستونه او لوی مدیریتونه ودانۍ نهلري؛ خو په وینا یې دوی به په څلورو کلونو کې بېودانیو دولتي څانګو ته ودانۍ جوړې کړي.
د خوست مرستیال والي شېربادشاه ارګونی هم مني چې په خوست کې ډېر ریاستونه او مدریتونه ودانۍ نهلري؛ خو زیاتوي چې ځېنې ریاستونه لکه د نفوس احوال ثبت او ترافیکو ریاستونه په امنیه قوماندانۍ پورې تړاو لري او د استېناف څارنوالۍ، د کوچیانو چارو ریاست، د ګډوالو چارو ریاست او ځېنې نورې ادارې هغه بسنټونه دي چې د ودانیو کارونه یې دوام لري.
په ورستیو کې په خوست کې د ودانیو زیاتې پروژې بشپړې او ګټنې ته وړاندې شوېدي؛ خو د ولسوالیو په شمول مهم ریاستونه او مدیرتونه لا په کډوالۍ کې خپلې چارې مخته وړي او هغه ریاستونه چې کډوالو ریاستونو ته یې د لږ وخت لهپاره ځای ورکړی؛ وایي چې پهدې سره د دوی کاري چاپېریال هم تنګ شویدی.





