طالبانو شاه‌جوی کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژلي دي

د زابل سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې پلان لرلو، چې د زابل مرکز سقوط کړي؛ خو ونه‌شول.

د زابل والي بسم‌الله افغانمل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېره شپه یو ډله وسله‌والو طالبانو د شاه‌جوی ولسوالۍ د «چینو او هولان» په سیمو کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي‌دي.

د ده په خبره، تراوسه په‌دې بریدونو کې ۲۰ پولیس وژل شوي او له ۱۰ زیات نور ټپیان شوي‌دي.

ښاغلی افغانمل وايي، په «ده چوپان» ولسوالۍ کې هم د وسله‌والو په برید کې ۴ پولیس ټپیان شوي‌دي.

افغانمل همدارنګه زیاتوي، چې سیمي ته يې تازه پولیس لېږلي او اوسمهال هلته امنیت دی.

د ده پر وینا، وسله‌والو ته هم زیاته مرګ و ژوبله اوښتې ده؛ خو کره شمېره یې نه‌لري.

د زابل والي وايي، د یادو بریدونو هم مهاله پر مرکز کلات باندې هم تر لسو زیات توغندي لګېدلي.

افغانمل وايي، دغه توغندۍ د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ سره نږدې لګېدلي؛ خو د سر تاوان نه‌لري.

افغانمل دا هم وویل، چې وسله‌وال غواړي، چې په‌دې ډول خلک ووېروي؛ مګر د دوی او ټولو څانګو مورال قوي دی او هېڅ ډله نه‌شي کولی، چی د زابل مرکز امنیت ګډوډ کړي.

قاري یوسف احمدي، چې ځان په سویل کې د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي، د تېرې شپې په بریدونو کې يې ګڼ شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې خبره نه مني.

زابل د کابل کندهار پر لویه لاره پروت ناامنه ولایت دی، چې د دې ولایت «خاک افغان» ولسوالي له یوې لسیزي راهیسې د دولت د وسله‌والو مخالفانو په لاس کې ده.

یو شمېر سرچینې وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې د داعش، وسله‌والو طالبانو او ان د ایغور په نامه وسله‌وال له خپلو کورنیو سره ګډ ژوند کوي.

د سرچینو په باور، له یادي ولسوالۍ څخه نورې لېرې او نږدې ولسوالۍ هم اکثره وخت ناامنه او تر ټولو زیات تاوان يې عامو زابلیانو ته رسېږي.

د زابل اوسېدونکي له دولته غواړي، چې د دوی د سر او مال ساتنې ته نه یوازې په مرکز کلات بلکې په لېرې ولسوالیو کې هم د خپل مسوولیت له مخې پاملرنه زیاته کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام