د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه وايي، طالبانو بېګاه له څو خواوو پر دغې ولسوالي برید کړی دی.
د سرچینې په وینا، تر اوسه د مرکزي بغلان څو سیمې د طالبانو لاس ته ورغلي او دا ډله د مرکز خوا ته د پرمختګ په حال کې ده.
سرچینه وايي، طالبانو حزب اسلامي ته اړوند نږدې لس کسان لومړی نیولي او بیا یې وژلي دي.
سرچینه زیاتوي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې نږدې ۱۰ سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
په بغلان کې د حزب اسلامي د وسلهوالو قوماندان میرویس جهادیار هم تاییدوي چې په یاد برید کې یې یوشمېر وسلهوال وژل شوي او څو سیمې چې د دوی په لاس کې وې، طالبانو ترې نیولې دي.
د بغلان امنیتي او محلي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د مرکزي بغلان ولسوالي امنیتي ځواکونه خبرداری ورکوي، که مرستندوی ځواکونه ژرترژره ور ونه لېږل شي، ښايي مرکزي بغلان د طالبانو لاس ته ورشي.
د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې چې د مرکزي بغلان ولسوالي په بېکزاد سیمه کې یې کړي، له ۱۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو وايي، په یادو بریدونو کې ۱۲ ملکیان وژل شوي دي.