«طالبانو د دولت بندیان له نوملړ سره سم نه دي خوشې کړي»

د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو د هغه نوملړ له مخې د افغان دولت بندیان نه دي خوشې کړي چې ورته سپارل شوی دی.

ملي امنیت شورا د دولت د بندیانو نوملړ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د طالبانو تخنیکي ټیم ته سپارلی و.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د طالبانو له لوري خوشې شويو بندیانو ډېره برخه ملکیان دي او یوازې ۱۹ په‌کې امنیتي ځواکونه دي.

د نوموړي په وینا، د هغو ۲۰ کسانو په ډله کې چې طالبانو په کندهار خوشې کړي، ۱۰ یې د څلورو ماشومانو په ګډون ملکیان دي.

فیصل زیاتوي، د هغو ۴۰ بندیانو په ډله کې چې دې ډلې په لغمان ولایت کې خوشې کړي، ۹ یې د امنیتي ځواکونو برحاله سرتېري او ۱۲ نور یې هغه سرتېري دي چې یادې ډلې ته تسلیم شوي وو. د هغه په وینا، یاد ۱۲ بندیان به تر څېړنې وروسته په کابل کې بندیان شي.

د ملي امنیت شورا ویاند دغه راز وايي، په لغمان کې د خوشې شویو کسانو په ډله کې ۶ یې د امنیتي ځواکونو پخواني سرتېري او ۳ نور یې هم د دولت ملکي کارکوونکي دي.

فیصل وايي، د هغو ۴۰ کسانو په ډله کې چې په لغمان کې خوشې شوي، ۲۸ یې د امریکا او طالبانو د هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته نیول شوي او له یوې میاشتې ډېره موده یې د یادې ډلې په بندخونه کې تېره کړې ده.

جاوید فیصل وايي، طالبان باید له نوملړ سره سم د امنیتي ځواکونو بندیان خوشې کړي او دغه راز له دې ډلې سره نور بندیان ملکیان هم باید خوشې شي. د نوموړي په وینا، طالبان باید په «خپلو شکنجه‌خونو» کې بندیان و نه لري.

د ملي امنیت شورا ویاند له طالبانو سره د کم‌عمره بندیانو د موجودیت په تړاو د ملګرو ملتونو له سازمان، سره صلیب او بشري حقونو کمېسیون نه غواړي، څو په دې برخه کې لاس په‌کار شي او د ماشومانو د نیولو او د نظامي موخو لپاره کارولو په اړه ورسره خبرې وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت شورا وايي، د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر درېدلی نه دی او د ولسمشر د فرمان له مخې به ۱۵۰۰ هغه خوشې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ۵ زره طالب بندیان د حکومت له بندخونو خوشې شي او طالبان هم باید د امنیتي ځواکونو ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو له تبادلې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام