د بامیان ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولان وايي، طالبانو د دې ولایت شیبر ولسوالۍ ټاکنیزو مرکزونو د حساسو توکو پر کاروان برید کړی دی.
د بامیان امنیې قومندان حمیدالله خدايي سلاموطندار ته وویل چې اوسمهال هم د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ جګړه ده.
د نوموړي په وینا، مرستندویه ځواکونه سیمې ته لېږل شوي او تراوسه د امنیتي ځواکونو، ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو او طالبانو مرګژوبلې په اړه مالومات نهشته.
په همدې حال کې بامیان ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس عليشاه مصباح وايی، د دې کمېسیون کارکوونکي او حساس توکي تر نښتې وروسته، امن سیمو ته لېږدول شوي دي.
د بامیان ولایت سیمهییز چارواکي زیاتوي چې دې ولایت کې د رایاچونې ۲۲۰ مرکزونو له ډلې، ۱۱ یې له امنیتي ګواښ سره مخ دي چې وسلهوال طالبان او نامسووله وسلهوال یې ګواښي.