د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که د طالبانو وسه ورسېږي د سولې مرکچي پلاوي ټول غړي همدا نن وژني او یا یې په یوه ځانمرګي برید کې له مخې لرې کوي.
نوموړي پر فوزیې کوفي د برید په غبرګون کې ویلي، «دغه د انسان ضد او د طالب ترهګریز عمل دی.»
د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د تېرې جمعې په شپه د پروانـکابل پر لویه لار یوه وسلهوال برید کې ټپي شوه.
تر اوسه کوم چا یې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
امرالله صالح نن پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې یوازې طالب او د هغوی همفکري د افغانستان د ټولنې د رنګارنګۍ د ورکولو او چوپولو په لټه کې دي.
صالح وايي: «د طالبانو خباثت او له افغان ملت سره د دې ډلې دښمني له تصوره لرې ده. د هغوی په اند، ټولنه دوه پوړه لري چې یو یې طالب او بل یې هم نور خلک دي چې باید د طالب اطاعت وکړي.»
هغه زیاتوي، تر هغې چې د هغوی په ذهن کې د منځنيو پېړیو دغه تفکر کمرنګه او ورکېږي، ډېر وخت ته اړتیا لري؛ ځکه په وینا یې، «زموږ سخت نظامي او امنیتي تدابیر مو سولې ته رسوي. طالبان یوازې په نصیحت سوله نه مني.»
په همدې حال کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له ښکېلو لوریو غوښتي چې د سولې پروسه ګړندۍ او ژرترژره بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي.
خلیلزاد هم پر فوزیې کوفي برید غندلی او هغه یې یو «ناځوانهمردانه او له جنایته ډک» برید بللی دی.
نوموړي په یوه ټویټ کې، فوزيه کوفي د ښځو حقونو یوه فعاله مدافع بللې او په وینا یې، یاد برید هغو کسانو کړی چې د سولې پروسې ځنډولو او ګډوډولو په لټه کې دي.
خلیلزاد داسې مهال د بینالافغاني خبرواترو د ژر پیلېدو غوښتنه کوي چې د دولت د سولې مرکچي پلاوي ځینو غړیو پرون سلاموطندار ته وویل چې د ناڅرګندو لاملونو له کبله د سولې بینالافغاني خبرواترو پیل تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی.
د دغه مرکچي پلاوي یوشمېر غړیو ویلي، دا چې د دوی او طالب پلاوي ترمنځ به د سولې بینالافغاني خبرې اترې څه وخت پیل شي، معلومات نه لري.