
د ولسمشر سلاکار صاحبنظر سنګین د سلاموطندار له لوري د یوه راپور تر خپرېدو وروسته چې نوموړی پهکې په «اخلاقي فساد او د یوې ښځې پر تښتولو» تورن شوی و، نن یې سلاموطندار ته ځینې سندونه ورکړل چې له مخې یې د سنګین دوسیه د لازمو سندونو نه موجودیت له کبله د لوېدیځ زون د استیناف محکمې له لوري ساتل شوې ده.
صاحبنظر سنګین په یوه لیک کې چې سلاموطندار ته رسېدلی، له لویې څارنوالي غوښتي چې پر ده باندې د شکریې د خسر حفیظالله له لوري د «زنا» لګېدلي تور دوسیه وڅېړي او د دې دوسیې او تور د ثابتولو لپاره د لازمو سندونو نه لرلو له کبله له حفیظالله نه څېړنې وکړي.
د صاحبنظر سنګین مدافع وکیل محمدعلي فرهنګ هم تر دې وروسته د لوېدیځ زون د استیناف محکمې ته په یوه بل لیک کې د خپل موکل پر غوښتنو او د نوموړي پر بېګناهۍ ټینګار کړی او لیکلي یې دي چې «حفیظالله د ده پر موکل تور لګولی دی.»
د دغه لیک په بله برخه کې لیکل شوي: «د حفیظالله له متناقصې او متضادې عرضپاڼې او هغو سندونو نه چې د څېړنې له کمېټې سره دي، روښانه شوه چې پر موکل باندې مې هېڅ ډول دلیل نهشته، بلکې حفیظالله د ټولنې د ښو شخصیتونو، په ځانګړې توګه زما د موکل د بدنامولو په لټه کې و.»

د جرایمو د څېړنې امر هم دغه لیک لاسلیک کړی او د دې دوسیې د څېړنې کمېټې ته ویلي چې له قانون سره سم اجراأت وکړي.
په پای کې د سنګین د دوسیې د څېړنې کمېټې په یوه مکتوب کې لیکلي چې حفیظالله له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو لرلو او له درې ماشومانو سره د هغې د تښتولو په اړه پر صاحبنظر سنګین د لګول شویو تورونو هېڅ ډول سند څارنوالي ته نهدی وړاندې کړی.
د دغه مکتوب په یوه برخه کې لیکل شوي: «دا چې صاحبنظر سنګین د حفیظالله له نګور سره نامشروع اړیکې لرلې، هېڅ ډول سند څارنوالي ته نهدی وړاندې شوی؛ نو د څېړنې د پلاوي له نظره له شکریې سره د صاحبنظر د نامشروع اړیکو لرلو او د هغې د تښتولو دوسیه د دوران وړ نهده او د څارنوالي د واکونو د تشکیل قانون د ۱۳مې مادې د لسمې فقرې له مخې او د جزايي اجراأتو قانون د ۱۶۹ او ۱۷۱ مادو په رعایت سره د دوسیې د جزايي دعوې په اړه د اسنادو د نه موجودیت او ساتلو په اړه نظر ورکول کېږي.»
د دې ترڅنګ، صاحبنظر سنګین ادعا کوي چې یاده دوسیه د ده سیاسي رقیبانو ورته جوړه کړې ده. نوموړي سلاموطندار ته د هغه مکتوب د سپارلو ترڅنګ چې د اجراییه ریاست د بشري سرچینو د رییس عبدالکریم کریمي له لوري لاسلیک شوی وايي، دا سند ښيي چې ده ولسي جرګې ته تر نوماندېدو مخکې خپله استعفا ورکړې وه.

خو په اجراییه ریاست کې باوري سرچینې وايي چې په دغه ریاست کې ګومارنې او لرې کېدل د عبدالله عبدالله واک دی او له نوموړي سره په همغږۍ کېږي. د دې سرچینې په وینا، د صاحبنظر سنګین موضوع د لرې کېدو ده او د استعفا منل له اجراییه رییس پرته د بل چا کار نهدی.
خو د ولسمشر غني سلاکار صاحبنظر سنګین له سلاموطندار سره په مرکه کې، که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو وايي چې ډېر کسان یې د بدنامولو په هڅه کې دي. سنګین وايي: «حفیظالله یوازې وسیله ده چې د نورو لاس ته ورغلی، څو زه بدنام شم.»
سلاموطندار پرون د ځینو سندونو پر بنسټ یو څېړنیز راپور خپور کړ چې صاحبنظر سنګین پهکې پر «اخلاقي فساد او د یوې ښځې پر تښتولو» تورن و.





