د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وایي، چې د بورډ اجرايوي مشر شفیق الله ستانکزی څو ورځې وړاندې د ویسټ انډیز (ټرینیډا او ټوبیګو) جزیرې ته رسیدلی دی.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي د کرکټ نړېوالې شورا په کلنۍ غونډه کې برخه اخیستې، چې په کې د کرکټ له نړۍ ۵۰ چارواکي برخه لري.
د یادونې وړ ده، چې دا د کرکټ نړیوالې شورا په تاریخ کې لومړی ځل دی چی د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه نن پدغه جزیره کې پېليږي.
د پلان له مخې به نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ زيږدیز/ جون ۲۲) د افغانستان په استازیتوب شفیق الله ستانکزی د کرکټ نړېوالی شورا د دويمې او درېیمې درجې هیوادونو له استازو سره د کرکټ د پرمختګ په موخه لیدنه وکړي.
ستانکزي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې د افغانستان په استازیتوب یې په دې غونډه کې د هېواد کرکټ د پرمختګ له پاره له ډیرو پلانونو سره برخه اخیستې ده.
دغه راز کرکټ بورډ ویلي دي، چې په دې کلنۍ غونډه کې به د نورو پروګرامونو ترڅنګ د راتلونو لوبو په طرحو هم پریکړې وشي.
افغان کرکټ بورډ خپلو مینه والو ته ژمنه ورکړې ده، چې د کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزی به د هیواد د کرکټ د پرمختګ په موخه له ښوو زیرو سره ډک لاس هیواد ته راستون شي.
د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، په دې کلنۍ غونډه کې به د شورا د مشر په توګه د پاکستاني پخواني کرکټر ظهیرعباس نوماند کیدل هم تر غور لاندی ونیول شي.
دغه راز ویل شوي، چې په ياده غونډه کې به د مالي برخې بېلابېلو اړخونو ترڅنګ، د کرکټ نړېوالی شورا د دوېيمې درجې غړیتوب په غوښتنو او په سریلانکا کرکټ کې د دې هیواد د حکومت د لاسوهنې موضوع هم وڅیړل شي.