.jpg)
افغان فوټبال فدراسیون وایي، روانه میاشت به د افغانستان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ یوه نړیواله دوستانه سیالۍ وشي.
د فوټبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دوی په دی وتوانېدل، چی له روانې میاشتې یوې رسمي سیالۍ نه مخکې د مارچ پر ۲۳مه نېټه له سنګاپورۍ فوټبال ملي لوبډلې سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دغه دوستانه سیالۍ برابره کړي.
د افغنستان فوټبال ملي لوبډلې منیجر علي عسکرلعلي سلاموطندار ته وویل، د افغان فوټبال ملي لوبډله به له کابل او نورو هېوادونو څخه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د مارچ پر ۱۵مه نېټه قطر ته ورسېږي.
د نوموړي پر وینا، د سنګاپور پر خلاف د دوستانه سیالۍ برابرولو موخه یې د ویتنام خلاف د روانې میاشتې مهمې او رسمي سیالۍ ته د افغان فوټبال ملي لوبډلې ښه چمتووالی دی.
ټاکل شوېده افغان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال اسیا فوټبال جام سترو سیالیو ته د لارموندنې لومړۍ ټاکنیزه سیالۍ د روانې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې له ویتنام فوټبال ملي لوبډلې سره وکړي.
افغانستان د اسیا فوټبال جام سترو سیالیو ته په درېیم پړاو کې له ویتنام، کمبودیا او اردن لوبډلی سره مخامخ شوی دی، چې سږ کال او راتلونکی کال به ورسره په تګ او راتګ پړاونو کې لوبې وکړي، چې موخه یې د ۲۰۱۹ کال اسیا فوټبال جام سترو سیالیو ته لاره موندل دي.
.jpg)
د وروستي ځل لهپاره افغانستان تېر کال په همدې میاشت کې له سنګاپور فوټبال ملي لوبډلې سره سیالي وکړه، چې ۲ د ۱ ګول پر وړاندې یې له ماتې سره مخ کړ؛ خو له هغې مخکې ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام ته د ټاکنیز پړاو لومړۍ لوبه کې سنګاپور ۱ د صفر ګول پر وړاندې افغانستان ته ماته ورکړې وه.
افغانستان په وروستیو ۵ نړیوالو فوټبال سیالیو کې یوازې یوه بریا، ۳ ماتې او ۱ مساوي لوبه لري؛ خو ویتنام لوبډلې بیا په وروستیو ۵ فوټبال سیالیو کې ۳ لوبې ګټلي، ۱ یې بایللې او ۱ لوبه یې برابره پای ته رسولې ده.
افغانستان او سنګاپور پهداسی حال کې د دوستانه سیالۍ ته میدان ته ځي، چې افغانستان د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجهبندۍ کې ۱۵۶م او سنګاپور بیا ۱۶۳م مقام کې ځای لري؛ خو د ویتنام لوبډله بیا د افغانستان پر خلاف د روانې میاشتې سیالۍ لهپاره له فیفا سره په ۱۳۶م مقام کې اعلان شوېده.





