طالبان وايي، هغه درې کسيز تخنيکی پلاوی يې چې کابل ته د بنديانو د خوشې کولو او پېژندلو لپاره لېږلی و، سر له نن ورځې « حمل ۱۹، سه شنبه» به په بېپايلو ناستو کې ګډون نه کوي.
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین وايي، پلاوی يې د بنديانو د پېژندلو لپاره کابل ته لېږلی و چې ټاکل شوې له ژمنې سره سم بنديان خوشې شي؛ خو د نوموړي په وينا د بېلابېلو پلمو له کبله دا پروسه ځنډېږي او له دې کبله د دوی تخنيکي پلاوی نور له ښکېلې خواوې سره په ناستو کې ګډون نه کوي.
شاهين پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د دوی تخنیکي ټيم له امريکا سره د شوې هوکړې له مخې کابل ته تللی و.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ چې درې کسيز پلاوی يې د بنديانو د خوشې کولو په موخه کابل ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس او له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټيم غړي عبدالمتین بېک تېره ورځ وويل چې طالبانو د ۱۵ هغو کسانو نوملړ ورکړی چې په عملأ يې لاسونه د خلکو په وينو ککړ دي.
نوموړي وويل چې د يادو بندیانو خوشې کول امکان نه لري او دولت چمتو دی چې ۴۰۰ هغه طالب بنديان خوشې کړي چې جرمونه يې کم دي.
خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي، هغه ۱۵ کسيز نوملړ يې چې دلوت ته ورکړی هغه د هغو ۵ زره بنديانو له ډلې دي چې له امريکا سره يې هوکړه شوې ده.