د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې سیما ثمر نن (چهارشنبه) کابل کې یوې غونډې ته چې د نړۍوال ترورېزم د قربانیانو نمانځنې په اړه جوړه شوې وه، وویل، کیفري نړۍوالې محکمې ته باید اجازه ورکړل شي چې افغانستان کې جګړهييز جرمونه وڅېړي.
د نوموړې په وینا، دا د افغان حکومت او نړۍوالې ټولنې دنده ده چې د هغوی راتګ او فعالیت ته زمینه برابره کړي.
ثمر زیاتوي، هېواد کې د جګړې درېدلو، د قربانیانو د شمېر کموالي او د عدالت تامین لهپاره پهکار ده چې په اړه یې ملي او نړۍوالې تګلارې جوړې شي.
نوموړې ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د افغانستان مسایلو کې له ښکېلو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي.
له بلېخوا له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیرایوانوویچ ورونکوف وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د جګړې قربانیانو ته ډاډ ورکړو چې یوازې نهدي او دوی یې ترڅنګ ولاړ دي.
د ښاغلي ورونکوف په وینا، د روان زېږدیز کال لومړیو ۶میاشتو کې په افغانستان کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۵ زرو او ۲۲۲ تنو ته رسېدلی دی. نوموړی دا شمېر «وحشتناک» ګڼي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېرو ۹ کلونو کې له ۶۴زرو ډېر ملکيان د جګړو قرباني شوي چې له ډلې یې ۳۴ سلنه وژل شوي او ۶۴ سلنه نور ټپیان دي.