سپېدار ته د ارګ وړاندیزونه رد شوي

د ثبات او همپالنې او د ملي جنبش مهم غړي وايي، د دغه ټیم رهبرانو او غړیو ته د ارګ له لوري شوي وړاندیزونه رد شوي دي.

د دوی په خبره، تر هغه چې د ټاکنو پایلې باطلې اعلان نه شي، هېڅ ډول هوکړه به ونه کړي.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته‌ینج وايي، داسې یوه طرحه چې د ټول‌شموله حکومت د رهبرۍ ټول نظریات په‌کې ځای شوي وي، وړاندې کوي چې له مخې یې مشارکتي حکومت جوړ شي.

د نوموړي په وینا، د روسیې، چین، ایران، ترکیې، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون د سیمې ټول قدرتونه په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت غواړي.

هغه ټینګار کوي چې د ثبات او همپالنې ټیم ته د ارګ وړاندیزونه رد شوي دي.

د ثبات او همپالنې ټیم یو بل غړی فضل‌احمد معنوي هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کودتايي رایو له باطلولو پرته هېڅ هوکړه نه کېږي او د ثبات او همپالنې ټیم ګډه پرېکړه پر خپل ځای ده.

بله‌خوا د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر امریکا تور پورې کړی چې د ملي یووالي حکومت په څېر د یوه بل سهامي شرکت د جوړولو هڅه کوي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې امریکا د مصالحې شورا په نوم هڅه کوي د ارګ او سپېدار ترمنځ واک ووېشي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا وايي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پيلولو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو کار کوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام