«د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان په ګټه دی»

تېره اوونۍ په ایران او هند کې د یادو هېوادونو پر پوځیانو خونړي ځانمرګي بریدونه وشول چې دواړو هېوادونو یې پړه پر پاکستان واچوله.

د ایران په بلوچستان کې ځانمرګي برید ۲۷ او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له ۴۰ ډېر پوځیان ووژل شول او دواړو هېوادونو یې په اړه توند غبرګونونه وښودل چې د کتونکیو په باور، پاکستان یې هم سخت ننګولی دی.

یو شمېر شنونکي وايي، که د افغانستان حکومت په خپلې فعالې ډېپلوماسۍ له دغه فرصته ګټه واخلي؛ نو د پاکستان اوسنی وضعیت به د افغانستان په ګټه تمام شي.

د سیاسي چارو شنونکی محب‌الله شریف وايي، د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې پورته شوی غږ چې پاکستان یې ملاتړی هېواد بلل شوی، د افغانستان په ګټه دی، خو که افغان حکومت بې‌غوري وکړي، ښايي اسلام‌اباد د افغان سولې پروسه د کشمیر له موضوع سره وتړي چې ناوړه پایلې لرلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، که هند د پاکستان پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدام وکړي، د افغان سولې روانې خبرې اترې به زیانمنې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان سفیر د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې نن دغه وزارت ته احضار کړی او احتجاج‌لیک یې ورته سپارلی دی.

افغان سوله، د هند او پاکستان د کړکېچ قرباني

د کشمیر موټر بم؛ ۴۰ سرتېري وژل شوي

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی انتظار خادم وايي، نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا اوس د پاکستان پر تګلارو پوهېدلې او یاد هېواد په دې وروستیو کې له ایران او هند سره هم په جدي ستونزه اخته شوی چې هندي ډېپلوماټانو یې په نړیواله کچه پر ضد خپله لابي ګړندۍ کړې ده.

نوموړي زیاتوي، افغان حکومت ته په‌کار ده چې د پاکستان پر وړاندې خپلې هڅې له هند سره همغږې کړي او په وینا یې، که امریکا هم په دې برخه کې له هند سره همغږي زیاته کړي، د دواړو هېوادونو کړکېچ به پر افغان سولې مثبت اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم تېره ورځ له پاکستانه وغوښتل چې ژر تر ژره په خپل هېواد کې د ترهګرو ډلو او د هغوی د ځالو له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام